طالبان د عامو افغانانو اصلي دښمنان

۲۰۱۴ کال د نومبر مياشتې په ۲۳ مه، د یکشنبې په ورځ، یوه ځانمرگي برید کوونکي د پکتیکا په ولایت کې د هغو کسانو په منځ کې چاودنه وکړه چې د والیبال د سياليو پايلوبې لیدو لپاره سره راټول شوي وو. دا د یوه تورنمت وروستۍ لوبه وه چې د لیدو لپاره یې په سلهاو کسان راغلي وو.
 
د پکتيکا ولایت مسؤولین وايي، ځانمرګی يو موټر سايکل چلوونکی و چې د خلکو په منځ کې يې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوزول، خو په سيمه کې یو شمېر عيني شاهدان وايي، ځانمرګی پلی و او کله چې د خلکو منځ ته ور ننوت، چاودېدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړه.
 
د پکتيکا ولایت مرستيال عطاالله فيضي وايي، دا چې وروستۍ لوبه وه، نو د ولایت لوړ پوړه چارواکي يې نندارې ته راغلي وو چې د امنيې قومندان هم په کې شامل و.
 
د ۲۰۱۴ کال د جولای مياشتې په ۱۵مه نېټه د پکتيکا د ارګون په يو ګڼه ګوڼه بازار کې يو ځانمرګي بريد تر پنځوسو زیات کسان ووژل، طالبانو ددغه بريد پړه پر غاړه اخيستې او د همدې کال د نومبر مياشتې په ۲۳مه نېټه د واليبال په يو لوبغالي کې ځانمرګي بريد بیا له پنځوسو زیات کسان ووژل او لسګونه نور يې زخميان کړل.
 
طالبانو په رسمي توګه تر اوسه ددغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو په وروستيو کې ددې ډلې بريدونه زیات شوي او د عامو خلکو په وينا په هغه برید کې چې عامو خلکو ته زیاته مرګ ژوبله واوړي، طالبان يې پړه ځکه نه اخلي چې عامه ذهنيت به يې پر وړاندې بدل شي.
 
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي  چې تر اوسه ۵۵ کساه وژل شوي او ۸۵ نور سخت ټپيان دي. د نوموړي په وينا دا وېره شته چې شاید د وژل شویو شمېر لا پسې لوړ شي، ځکه چې د ځینو یې صحي حالت ښه نه دی.
 
 
د افغانستان دولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي چې ولسمشر غني په کلکو ټکو ددغه بريد غندنه کړې او سيمه ييزو چارواکو ته يې د پلټنو امر کړی دی.
 
ولسمشر غني ددغه بريد د افغانستان ددښمنانو کار وباله او زیاته کړې يې ده چې دا وحشيانه کار په هېڅ ډول د توجيه او بښلو وړ  نه دی.
 
په ولسي جرګې کې د پکتیکا د خلکو استازي نادر خان کټوازی وايي، وژل شوي کسان خپلو کورنیو، کورونو ته انتقال کړي دي او ډېری ژوبل شوي د پکتیکا مرکز د ښرنې روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
ددې تر څنګ پاتې نور ټپيان د کابل د سردار محمد داودخان روغتون ته لېږدول شوي دي چې د کابل ميشتو ځوانانو له خوا ورته د وينې کمپاين هم تر سره شو.
 
د نوموړي په وينا، طالبانو د عامو خلکو په وژونو او داسې قتل عام سره نور په افغانستان کې ځان ته کوم ځای نه دی پرېښی او له ټولو افغانانو يې غوښتنه وکړه چې ددغه وحشي ډلې پر وړاندې سره يو موټی شي.
 

<span 13px;="" line-height:="" 20.7999992370605px;"="">د هغه په خبره د طالبانو هدف معلوم دی، هغوی له جنګ پرته بل هېڅ کوم سياسي او فرهنګي پېغام نه لري. مېرزا وايي:" د طالبانو تبليغات به مو ليدلي وي، خلک دعوتوي چې راشي او په آيډيالوژيکو موخو کې ور سره قرباني شي."


 
د مدني ټولنې یو فعال مطيع الله ساپی وايي چې ددی هېواد قسم خوړلو دښمنانو د پکتیکا پر خلګو زړه نه و یخ شوی، دادی یوه بله کربلا په پکتیکا کی جوړه شوه.

نوموړی وايي، د طالبانو او د افغانستان د دښمنانو له لاسه یو ځل بیا افغان ولس د یوی ستری غمیزی شاهد دی دا غم صرف د پکتیکا نه بلکی د ټول افغانستان غم.
 
ټول افغانان له طالبانو کرکه لري، خو له ډاره غږ نه پورته کوي، د ساپي په خبره د طالبانو پر وړاندې یو موټي کېدل په کار دي او په خپله يې باید له منځه يوسي.
 
د بشري حقونو يو بل فعال خوشحال خلیل وايي، څو ورځې وړاندې يې مور مړه شوې وه او کابل ته له را رسېدو سره سم يې د پکتيکا د چاودنې خبر واورېد. نوموړی وايي: " زه لومړی د پکتیکا د پرونۍ پېښې عاملان په کلکو ټکو غندم او دغه لوی ویر کې د پکتیکا له میندو او پلرونو سره ځان شریک ګڼم."
 
د کابل يو اوسېدونکی سيد مېرزا وايي، که طالبان اوس ددغه بريد پړه نه مني، هم افغانان پوهېږي چې څوک دا کار کوي.
 
د هغه په خبره د طالبانو هدف معلوم دی، هغوی له جنګ پرته بل هېڅ کوم سياسي او فرهنګي پېغام نه لري. مېرزا وايي:" د طالبانو تبليغات به مو ليدلي وي، خلک دعوتوي چې راشي او په آيډيالوژيکو موخو کې ور سره قرباني شي."
 
د پکتيکا یو تن اوسېدونکی عبدالصبور وايي، طالبان د ورانکارۍ لپاره جنګېږي او له ورانۍ پرته بل هېڅ پېغام نه لري.
 
د صبور په ويناد افغانستان جنوبي ولایتونه چې اکثره پښتون ميشت دي، تر نورو ډېر د طالبانو له تهديد سره مخ دي او ددغه سيمې اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي چې ټول د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.
 
نوموړی وايي که د افغانستان د پښتون ميشتو ولایتونو اوسېدونکي په خپله د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، بیا دلته فعالیت نه شي کولی او مجبورېږي چې له پولې هاخوا خپلو پټنځایونو ته ولاړ شي او بیا به په خپله خبرو اترو ته کيني.
 
په افغانستان کې د امنیتي مسایلو څیړونکي او د ولسي جرگې استازي په دې اند دي چې طالبان غواړي پر لویو ښارونو کې د بریدونو په وسیله ډیر امتیاز ترلاسه کړي او د لندن د کنفرانس په درشل کې نړیوالو ته خپل توان وښایې چې د افغانستان د ناامنه کولو توان لري.
 
ټاکل شوې ده چې لندن به د دسمبر میاشتې په دریمه او څلورمه نیټو د افغانستان د اقتصادي کنفرانس کوربه وي.
د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايې چې طالبان غواړي د ناتو ځواکونو له وتلو سره خپل موجودیت ښکاره کړي: "د حکومت جوړولو په وخت کې طالبان غواړي ځان پیاوړی ښکاره کړي. د امنیتي تړون په لاسلیکیدو او د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره، غواړي ځان د معادلې د یوه پياړوي اړخ په توگه تعریف کړي."
 
کوهستاني وایې چې د بریدونو ډیریدل نور عوامل هم لري. په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله ترهگر او ځانمرگي برید کوونکي افغانستان ته راغلي دي او افغان طالبان په افغانستان کې د جگړې د دوام او ځانمرگو بریدونو لپاره ډیر ځواک په اختیار کې لري.
طالبانو پخوا هم دې ته ورته ګڼ بریدونه کړي دي. د کندهار د سپو د جنګ په یوه میدان کې چې سلګونه نندارچیان ورته ناست ول، په ورته برید کې تر ۱۳۰ زیات کسان وژل شوي وو. د


comments powered by Disqus

Afghan Zariza ( Millennium )

The Zariza is designed to inform, educate, and engage young generation inside Afghanistan. The Zariza’s goal is to empower Afghans to create better future through knowledge and actionable, positive and uplifting reporting and news. The Afghan Zariza was founded based on those needs and goals, and will fill this gap....