ډير ژر به پارلمان ته د تایید په موخه پنځه وزيران معرفي شي

د افغانستان حکومتي سرچينې وايې، په پام کې ده چې ډېر ژر اقتصادي او امنيتي چارو وزيران پارلمان ته د اعتماد رايې د اخیستلو په موخه ور وپېژندل شي.
 
دغه وزيران به په اقتصادي برخه کې د ماليې، اقتصاد او سوداګرۍ همدارنګه په امنيتي برخه کې به د دفاع او کورنيو چارو وزيران جوړوي.
 
د ټاکنیزو ناندرو او کړکيچنو څخه وروسته کله چې ملي وحدت حکومت رامنځ ته شو، نو ډیری خلک داسې فکر کاوه چې ګوندې هر څه به نور په نورمال ډول د دغو دواړو ټيمونو ترمنځ پرمخ روان وي، خو نتيجه يې د خلکو د غوښتنو خلاف وه.
 
اوس له ارګ څخه داسې خبرونه ريښې کړي چې د ولسمشر اشرف غني او اجرايوي رییس ترمنځ د کابينې په جوړښت کې سخت اختلافات را منځ ته شوي.
 
ولسمشر غني د لوړې مراسمو پر مهال ژمنه کړې وه چې د ۴۵ ورځو په موده کې به خپل د کابينې ټول وزيران پارلمان ته د تایید په موخه ور وپېژني؛ لکه څرنګه چې ليدل کيږي د دغې مودې څخه پنځه ورځې نور تېرې دي، خو د ملي وحدت د حکومت کابينې غړي لا تر اوسه نه دي پېژندل شوي.
 
ځينې کارپوهان د ملي وحدت د حکومت په لومړيو ورځو کې  وړاندوينه کړې وه چې کېدای شي په راتلونکي کې د کابينې په جوړښت به د دوو نوماندانو د ټيمونو ترمنځ  سخت اختلافات را منځ ته شي.
 
داسې ويل کيږي چې د دغو سکټورونو یعني امنيتي او اقتصادي برخو په اړه ولسمشر او اجرايه رییس ترمنځ تړون لاسلیک شوی او په هغه تړون کې ويل شوي چې یادو سکټورونو کې به له دواړو لوريو څخه په مساوي توګه وزيران پېژندل کيږي.
 
 
په پام کې ده چې د راتلونکي ډسمبر میاشت په لومړیو کې د لندن کنفرانس جوړ شي او په هغه کې به د نړۍ ډیری هېوادونو د افغانستان سره د مرستو کولو ژمنې هم وکړي.


comments powered by Disqus

Afghan Zariza ( Millennium )

The Zariza is designed to inform, educate, and engage young generation inside Afghanistan. The Zariza’s goal is to empower Afghans to create better future through knowledge and actionable, positive and uplifting reporting and news. The Afghan Zariza was founded based on those needs and goals, and will fill this gap....