ولسي جرګې د کابل ـ واشنګټن اوکابل- ناټوـ ترمنځ امنيتي تړون تصويب کړ

وروسته له ډیرو ناندرو او پېچلو جنجالونو نن یک شنبه چې د نومبر میاشت له ۲۳ نېټې سره برابره ده ولسي جرګه په اکثريتو رايو د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون او د ناټو او افغانستان ترمنځ امنيتي توافقنامه تصويب کړ.
 
د ولسي جرګې نصاب ۱۵۷ تنه ول او د افغانستان، ناټو ترمنځ امنيتي موافقتنامه يې په څلور مخالف، او د کابل ـ واشنګټن ترمنځ يې په پنڅوو مخالفو رايو تصویب کړ.
 
څه باندې يو میاشت مخکې د افغانستان ـ امریکا،  افغانستان او ناټو ترمنځ د امنیتي همکاریو تړونونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د نوي ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د امریکا او ناټو د سفیرانو ترمنځ لاسلیک شول.
 
په دغو مراسمو کې د ملي وحدت حکومت ولسمشر  ډاکتر اشرف غني احمدزي، د هغه د مرستیالانو، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هغه د مرستیالانو، د روحاني او جهادي شخصیتونو، حضرت صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني، سید منصور نادري، د کابینی غړو او د ملی شورا ځنې استازیو ګډون درلود .
 
مازدیګر مهال وو چې ياد تړونونه د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر کننګهم او د ناټو سفیر موریکس یو خیمس په ارګ کې لاسلیک کړل.
 
هغه مهال ولسمشر ويلي وو چې د تړون لاسلیکولو ورځ نه بلکې دا د افغانستان د ملي حاکميت د اخیستو وخت دی.
 
جمهور رییس وویل چې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه د خپلو ملي ګټو په رڼا کې د خپلو خلکو د ثبات، خیر او سوکالۍ او د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره دغه تړونونه لاسلیک کړل.
 
غني ویلي وو " د يادو تړونونو له مخې به له دې وروسته د نړېوالو له لوري مرستې د افغانستان د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ترسره کیږي او له دې وروسته به یوازې د افغانستان د دولت د پریکړې له مخې زموږ په خاوره کې  د قوې استعمال ته اجازه ورکول کیږي."
 
غني دا هم و ویل چې په افغانستان کې به مرستې تر ممکنه حده پورې د افغانستان د بودجې له لارې لګول کيږي.
ولسمشر غني زياته کړې وه، نړیوال قراردادیان به زمونږ د ځانګړو قوانینو له مخې خپلې کړنې ترسره کوي او نړیوال ځواکونه نه شي کولای چې زموږ  جوماتونو او مقدسو ځاينو ته ننوځي ده هرڅه په افغانستان کې د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې محفوظې و بللې.
د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه د ولسمشر کرزي له لوري لویه جرګه غوښتل شوې وه او لویه جرګه په اکثريتو رايو تصویب کړه.
پخواني ولسمشر کرزي د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون د لاسلیک څخه ډډه وکړه او يوازنی شرط يې په افغانستان کې د دايمي سولې راوستل په ګوته کړ.
 


comments powered by Disqus

Afghan Zariza ( Millennium )

The Zariza is designed to inform, educate, and engage young generation inside Afghanistan. The Zariza’s goal is to empower Afghans to create better future through knowledge and actionable, positive and uplifting reporting and news. The Afghan Zariza was founded based on those needs and goals, and will fill this gap....