ملګرو ملتونو د افغانستان د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه يو پريکړه ليک تصویب کړ

  د ملګرو ملتونو د عمومي اسمابلې په وروستۍ غونډه کې شاوخوا  ۲۰ هېوادونو استازو په خپلو ويناوو کې د افغانستان سره په راتلونکي کې د مرستې ژمنې ورکړې.
 
 په ملګرو ملتونو کې د جرمني دايمي سفير مرستيال هيکو توماس د افغانستان د وضعې ښه کېدا په موخه یوه مسوده وړاندې کړه، چې له مخې يې بايد په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان لاسته راوړونو د ساتلو په موخه مرستې زياتې شي.
 
توماس په دغه اسمبله کې و ویل، افغانستان د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی او د نوي حکومت لپاره لا اوس هم ستونزې پرتې دي.
 
کله چې د طالبانو سره د سولې خبرو اترو اوازې ګرمې شوې، نو ځينو د مدني ټولنو او بشري حقونو غړي ويلي وو، چې د سولې په برخه کې افغان حکومت باید منظمه ستراتيژي جوړه کړي او په دغه ستراتيژي کې دې  تېر ۱۳ کلن لاسته راوړنې د کاڼي کرښه و بلل شي.
 
دوی وايې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې په ځانګړي ډول د ښځو حقوقو د تامين لپاره ډیری قربانۍ ورکړي او باید د ساتلو لپاره يې هلې ځلې وشي.
 
په ملګرو ملتونو کې د جرمني دايمي سفير مرستيال و ویل ، له نړېوالو ځواکونو څخه افغانانو ته د امنیتي مسولیتونو انتقال یو ډیر مهم بدلون و او د ستونزو په حل کې د نوي افغان حکومت اراده د ستاينې وړ ده.
 
هیکو د افغانستان په اړه د پریکړه لیک د مسودې د وړاندې کولو وینا کې دغه راز زياته کړه؛ د دغه پریکړه لیک په تصویبولو سره به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله یو وار بیا په ګډه د افغانستان لپاره د یوې سوکاله او سوله ییزې راتلونکې په موخه خپل تعهد نوی کړي.
 
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې ظاهر طنین هم  وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې له ټولو هغو پوځي او ملکي کسانو نه هم مننه وکړه چې په افغانستان کې یې خدمت کړی.
 
ده و ویل د افغانستان نوي د ملي وحدت حکومت د هېواد د امنيت د ټېنګښت لپاره پراخ او هر اړخيز پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.
 
طنين اشاره وکړه چې د فساد له منځه وړل، د مسولیت منلو فرهنګ ته وده ورکول؛ د قانون حاکمیت او د افغانانو ټولنیزه پراختیا او اقتصادي وده د نوي ملي وحدت حکومت د پروګرامونو اصلي برخه جوړوي.
 
په دغه اسمبله کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازو له لوري افغانانو سره د قوي شراکت او ملګرتیا ټینګول، د ټروریزم او نشه یي توکو ضد مبارزې او د افغان کډوالو او ستنیدونکو سره د مرستو په برخو کې د خپلو هېوادونو د مرستو او همکاریو ژمنې وشې.
 
د ویلو ده چې د غونډې په پای کې د افغانستان په اړه یاد پرېکړه لیک د عمومي اسمبلۍ د غړیو په اکثريت رايو تصویب هم شو.
 


comments powered by Disqus

Afghan Zariza ( Millennium )

The Zariza is designed to inform, educate, and engage young generation inside Afghanistan. The Zariza’s goal is to empower Afghans to create better future through knowledge and actionable, positive and uplifting reporting and news. The Afghan Zariza was founded based on those needs and goals, and will fill this gap....